کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشر دوهم مرستیال: افغانستان کې شااوخوا ۶۵ سلنه خلک بې‌سواده دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 سنبله 1396 ساعت 8:19


د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال وایي، په افغانستان کې د بې‌سوادۍ کچه لوړه شوې او یو اصلي علت‌یې هم نا امني ده.

سرور دانش دا څرګندونې د سواد د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

دانش وویل، د افغانستان خلکو په سلو کې شااوخوا ۶۵ تنه بې‌سواده دي چې د ده په خبره دا یوه لویه ستونزه ده.

د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري اداره یونېسکو سږ ۲۰۱۷ کال د سواد نړیواله ورځ د سپټمبر پر اتمه په پاریس کې په خپل مرکزي دفتر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لمانځي.

یونېسکو غواړي چې خلک د سواد په برخه کې کومو مهارتونو ته اړتیا لري چې وکولای شي د نننۍ د مخ پر ودې ډیجیټالي ټولنې له وسایلو کار واخلي.

دغه‌راز دا اداره غواړي د سواد په برخه کې خپلې پالېسۍ او پروګرامونه اغېزمن کړي چې وکولای شي له دغه نفوذه چې الکترونیکي یا ډیجیټل ټکنالوژي یې نن په نړۍ کې لري، استفاده وکړي.

افغانستان د ملګرو ملتونو د دغې علمي او کلتوري ادارې یو سابقه لرونکی غړی دی.

دې هېواد د ۱۹۴۸ کال د مې په څلورمه د دې ادارې غړیتوب ترلاسه کړی دی.

په هغو ارقامو کې چې یونېسکو په خپله وېب‎پاڼه کې د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې د سواد د کچې په اړه ايښي، لیدل کېږي چې په افغانستان کې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د لویانو د سواد کچه په سلو کې څه کم ۳۲ ده، په دې معنی چې هغه کال په دې هېواد کې په سلو کې څه باندې ۶۸ لویان له لیک لوست څخه نه‌و برخه‌مند.

د دغو احصائیو له مخې د ځوانانو وضعیت یو څه ښه دی یعنې په سلو کې ۴۷ ځوانه طبقه، له لیک لوست څخه برخه‌مند دي.

د افغانستان ځوانه طبقه هم تر نورو زیات نن ورځ له الکترونیکي یا ډیجیټلي وسایلو کار اخلي او هغه هم په ټولنیزو رسنیو په تېره بیا فیسبوک کې ډېره کاروي.

په افغانستان کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې هم د پوهنې په تېره بیا د بې‌سوادۍ د له‎منځه وړلو په برخه کې کوم د پام وړ پرمختګ نه‎دی شوی، بلکې لیدل شوي چې په ډېرو ولایتونو کې د ناامنیو د زیاتوالي له امله په لسګونو او سلګونو ښوونځي تړل شوي او په سلګونو زره ماشومان له زده‌کړې بې‌برخې شوي دي.


د مطلب کود: 149436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149436/د-ولسمشر-دوهم-مرستیال-افغانستان-کې-شااوخوا-۶۵-سلنه-خلک-بې-سواده-دي

آوا
  https://www.avapress.com