دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۵۷
د مطلب کود : 149491
د امریکا جنګ د طالبانو سره بندون سره مخ سوی دی/ د افغانستان بحران ملی خبرو اترو ته اړتیا لری
د افغانستان په وړاندی د امریکا نوی استراتژی په اعلان سره او روسیه قدرت ته د هیواد بحران حل لپاره توجه نه کول، روسیه یوځل بیا ټینګار وکړ چی د امریکا جنګ د طالبانو پرضد په افغانستان کی د بندون سره مخ سوی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ضمیر کابلوف، د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیه خاص نماینده په تازه او اظهاراتو کی وویل چی د طالبانو سره جنګ د بندون سره مخ سوی دی او ملی خبرو اترو ته د بحران حل لپاره اړتیا سته.

له بل لوری، په داسی حال کی چی امریکایی چارواکی ډیر ځلی روسیه د طالبانو سره په مالی او تسلیحاتی مرستو باندی تورن کړی دی، ضمیر کابلوف د طالبانو سره هرډول مالی او نظامی مرسته یو ادعا بولی.

ددی مخکی، واسیلی نبینزا د روسیه دایمی سفیر په سازمان ملل کی ویلی وو چی دا هیواد په افغانستان کی د امریکا اهدافو یو واضع تصویر لاسته کولو سره، باید د امریکا سره خبرو اترو ته دننه سی.

هغه وویل: ویلو ته اړتیا نسته، په دی ښه پوهیدو لپاره چی امریکا په افغانستان کی څه کول غواړی، اړتیا سته ترڅو موږ د هغه سره خبرو اترو ته دننه سو. په دی اړه باید جوړونکی او جدی مشورتی ناستی صورت ونیسی.

https://avapress.com/vdcdnn0ffyt0oo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته