دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۰۰
د مطلب کود : 149492
په میانمار کی د مسلمانانو نسل وژنی په خاطر د محمد محقق غبرګون:

آنګ سان سوچی باید یو بین المللی محکمی ته وغوښتل سی

آنګ سان سوچی باید یو بین المللی محکمی ته وغوښتل سی
محمد محقق، د افغانستان حکومت اجرایی ریاست دوهم معاون د میانمار مسلمانانو سره همدری ښودلو ترڅنګ د میانمار مشر انګ سان سوچی د محاکمه کیدو غوښتونکی سوی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ښاغلی محقق په یو بیانیه کی چی نن پنج شنبه خپور سو، ویلی دی چی هغه څه چی د میانمار په هیواد کی د مسلمانانو په وړاندی د بودایی مذهب دولت مشارکت او ملاتړ سره صورت نیسی؛ دومره فجیع او حیرت آوره دی چی هر وجدان لرونکی انسان ورڅخه اغیزمن کیږی.

 

محقق په بیانیه کی ټینګار وکړ، د هغه لپاره هغه صحنی چی په میانمار کی مسلمانان په ډیر فجیع ډول سره قتل ته رسیږی او د ځینو خبری رسنیو او شبکو څخه خپریږی، د ژوند دردناکه خاطره یی حسابیږی.

د اجرایی ریاست دوهم معاون همدارنګه سازمان ملل متحد امنیت شورا څخه غوښتی دی چی میانمار حکومت تر فشار لاندی راوړی چی خپلو دندو باندی چی د اوسیدونکو امنیت ساتنه دی، عمل وکړی.

 

هغه زیاته کړۍ چی آغلی آنګ سان سوچی، دا یو جنایت چی د یوښځی په صورت کی شکاره سوی دی، نه یواځی د نوبل سولی جایزه څخه محروم کړی د بشریت په وړاندی جرم لپاره باید بین المللی محکمو ته وغوښتل سی.

ښاغلی محقق ویلی دی چی نړیوال خپل انسانی او بین المللی وجایب ترسره کړی، هڅه وکړی چی هرڅه ژیر د روهینګیایی مظلوم مسلمانانو مصیبتونو باندی د پای ټکۍ کښیښودل سی او هغوی امنیت د هر لاری تامین سی.

 

https://avapress.com/vdceoo8zwjh8eei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته