دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۱۹
د مطلب کود : 149548
کریم خلیلی: د تیرو تیروتنو تکرارولو سره، هیڅ وخت سولی او ثبات ته به ونه رسیږو
کریم خلیلی، د سولی عالی شورا مشر، د احمدشاه مسعود شهادت ۱۶ کلیزی په ورځ وویل چی سولی ته مهم اړتیا تیرو وختونو ته نه تلل دی او د تیرو تیروتنو په تکرارولو سره به هیڅ سولی او ثبات ته ونه رسیږو.

 

 

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش، د سولی عالی شورا کمیسیون مشر وویل چی هیڅ وخت د افغانستان خلګو ترمنځ اختلاف شتون نه لری او د هیواد اوسیدونکو ترمنځ همبستګۍ روحیه په قوی توګه شتون لری.

هغه قلم په لاس، علما او سیاسیون د هغه دری قشرو څخه وبلل چی د افغانستان ملت وحدت پیکر ته ضربه وارد کړی دی او ددی قشر څخه وغوښته چی د اوسیدونکو ملی وحدت ته احترام وکړی.

هغه وویل، سمتی او نژادی اختلاف د یو هیواد افتخار بلل کیږی اوهغه وخت دا مسائل فاجعی لوری ته به وکښل سی چی د برتر طلبی یا د ځان لوړ ګڼلو روحیه حاکم سی.

هغه وویل چی نږدی ۱۴ کاله کیږی چی افغانستان د جنګ په اور کی سوځی او دا څلور لسیزی جنګ د افغانستان ملت باندی د دباندی څخه تحمیل سوی دی، هیڅ وخت به دا جنګ، داخلی جنګ به ونه بولو.

د سولی عالی شورا مشر وویل چی ملی وفاق نه شتون څخه به سوله عملی جنبه نه نیسی او که وغواړو په افغانستان کی جنګ پای ته ورسیږی باید ملی وفاق عملی سی.

خلیلی زیاته کړه چی سوله د مخالف ډلی ته تسلیم کیدلو په معنی نه دی او عزت مندانه سولی ته اصولی تګلارو ته اړتیا سته.

له بل لوری ښاغلی ربانی وویل چی باید پوه سو چی ددی خاوری بقا د شهید احمد شاه مسعود ملی قهرمانانو په شان فداکاریو له امله دی چی په بیلابیلو دورو کی د هیواد استقلال ساتنی لپاره بی شمیر قربانی ورکړی دی.

شهید احمدشاه مسعود د دګروال دوست محمد خان زوی د ۱۳۳۲ ه.ش کال د سنبله ۱۱ کی د پنجشیر ولایت جنګلک سیمه کی پيدا سوی دی.

شهید احمدشاه مسعود، د نن څخه ۱۶ کاله مخکی د القاعده پوری تړلی دوه مظنون تروریستان انتحاری له امله چی ځان د خبرنګار په حیث معرفی کړی وو، د افغانستان تخار ولایت خواجه بهاءالدین سیمه کی په شهادت ورسیدل.

 

https://avapress.com/vdcgty9q7ak9tn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته