دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۰۷
د مطلب کود : 149564
د افغانستان د تاریخ او فرهنګ یوه ډیره پخوانی ملګرې نانسی دوپرې ومړه

د امریکا متحده ایالاتو وتلې تاریخپوه او د افغانستان د تاریخ او فرهنګ یوه ډیره پخوانی ملګرې په کابل ښار کې ومړه.

میرمن دوپرې تیره شپه ناوخته د کابل ښار په یوه روغتون د ور پیښي ناروغی له کبله ومړه.

د راپورنو له مخې، میرمن دوپرې په ۱۹۲۷ میلادي کال د هند په کیرالا کې له امریکايي مور وپلاره وزېږېده.

نومړې په لومړی ځل په ۱۹۶۲ میلادي کال کې له خپل خاوند سره یوځای افغانستان ته سفر وکړ او څو کاله وروسته له یوه نامتو لرغنوپوه لویس دوپرې سره واده وکړه خو په ۱۹۷۹ میلادي کال کې مجبور شوه ترڅو افغانستان پریږدې.

میرمن دوپرې د پاکستان په پیښور ښار کې د مهاجرت په دوران له افغان کډوالو سره خپل مرستې چارې او فعالیتونه پیل کړه او له هغه وخته راهیسې د افغانستان تاریخ او فرهنګ اړوند د اسنادو په راټولولو او ساتنې کې بوخت وه.

د افغانستان له تاریخ او فرهنګ سره د میرمن دوپرې بله لویه مرسته د افغانستان پیژندنې په نوم د مطالعاتو مرکز جوړول او پرانیستل شامل دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepo8zejh8eni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته