دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۴۹
د مطلب کود : 149589
د جوزجان ۳۲ استوګن د طالبانو او داعشیانو په بند کې دي

د جوزجان ولایت د درزاب او قوش تپې ولسوالیو ۳۲ استوګن د طالبانو او داعشیانو په بند کې دي.

د قوش تپې ولسوالۍ ولسوال امین الله د خبر منلو تر څنګ يوایي، له دغو کسانو څخه ۲۰ یې په قوش تپې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د همکارۍ پر تور داعشیانو او ۱۲ نور په درزاب ولسوالۍ کې له داعشیانو سره د همکارۍ پر تور طالبانو نیولي دي.

ټاکل شوې، چې د اړوند سیمو قومي مشران یې د پریښودلو لپاره مخګړیتوب وکړي.

د جوزجان والي ویاند رضا غفوري دا پېښه ردوي؛ خو وایي، چې د درزاب ولسوالۍ د شیربیک او مرکز لویه لار داعشیانو تړلې او دغه راز په درزب او قوش تپې ولسوالیو کې د ناامنیو پرلامل د ښوونځيو تړل کیدو مو هم اندېښنې راپورته کړې دي. 

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbw9b89rhbasp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته