د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هلمند ولايت په سنګين، نهرسراج، ګرمسېر او واشېر ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر مرکزونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو له مخې پنځه طالب جنګيالي وژل شوي او ۳ تنه نور يې ټپيان دي.
د يوه بل خبر له مخې، وسله والو طالبانو غوښتل، چې د نهرسراج ولسوالۍ يخچال سيمې کې يو حلقه ماين ځای پر ځای کړي، چې په خپله پر دوئ باندې يې چاودنه کړې او په ترڅ کې يې درې مخالفين وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي.