د ایرما توپان د کیوبا او کربین ټاپوګانو د یو شمېر سیمو له ځپلو وروسته په شدت د فلوریډا ایالت ته ننوت.
اټکل کیږي چې د ایرما په نوم د څلورم کتگوري توپان په ساعت کې ٢١٠ کیلومتره باد سره د فلوریدا ایالت په ځینو سیمو کې د خورا ویجاړي سبب شي. په فلوریډا کې له یوې پیړۍ راهیسي داسي توپان نه دی راغلی. دا توپان د یکشنبې فلوریدا ته ننوت.
مخکې اټکل شوی و چې دا توپان به د دغه ایالت شرقي ساحل، میامي ښارباندې راشي خو اوس یې خپله لاره بدله کړې او د فلوریدا غربي ساحل د سینټ پیټرزبرگ ښار یې لاندې کړی.
د فلوریدا والي ریک سکات د شنبې په ورځ ماښام دغه ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړ او له اوسیدونکو څخه یې وغوښتل چې د توپان د احتمالي لارې له سیمو څخه ووځي.
د فلوریدا والي ریک سکات وویل"د فلوریدا په جنوب لویدیځو سیمو کې په یاد لرئ چې توپان د شدیدو بادونو وروسته راځي. دا فکر مه کوئ چې باد کمزوری شو نو توپان هم پای ته رسیدلی."
ښاغلي سکات همدارنگه په نرسانو او د بیړنیو حالاتو په کارکونکو باندې غږ وکړ چې خیریه کارونه لا غښتلي کړي. څه د پاسه ٧٥ زره خلک د والي په غوښتنه شا و خوا ۴٠٠ موقتي پناه ځایونو ته تللي دي.
شاوخوا ٧٦ زره کورنیو خبر ورکړی چې بریښنا نلري، او ددې شمیر د لا ډېریدو اټکل شوی دی.
د فلوریدا یوې اوسیدونکې وویل "باور نشم کولای. ډیر ویرونکی توپان دی."