دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 149661
غني: د ترکمنستان په لوبو کې هر یو مډال ګټونکو ته تر ۶۷۰ زره جایزې به ورکړل شي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د ترکمنستان په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکو ته تر ۶۷۰ زره افغاني نغذي جایزې په ورکړل شي.

ارګ ماڼی وایي ولسمشر غني په دې اړه نن یوه فرمان صادر کړی دی تر څو هغو مډال ګټونکو ته نغدي جایزې ورکړل شي چي د ترکمنستان هېواد د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه په ترسره کېدونکو لوبو کې مډالونو ترلاسه کوي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي دي « د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د حکم پر بنسټ، هغه لوبغاړو ته چې د ترکمنستان هېواد د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه په ترسره کېدونکو لوبو کې د مډالونو په اخیستو بریالي شي، نغدي جایزې ورکول کېږي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو لوبو کې  د سرو زرو مډال ګټونکي ته ۶۷۰زره افغانۍ  به ورکړل شي.

په همدې حال کې د ولسمشر غني د حکم پر اساس، د سپینو زرو مډال ګټونکي ته ۳۳۵ زره افغانۍ  به ورکړل شي او د برونز مډال ګټونکي ته ۲۰۱ زره افغانۍ ورکول کیږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcceoqss2bq0e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته