د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان په پلازمینې کابل ښار کې برمته شوې فنلنډي مېرمن خوشې شوې ده.
د فنلڼد چارواکو په وینا، دغه مېرمن دروان کال په مې میاشت کې له کابل ښار څخه د نا معلومو وسله والو له خوا تښتول شوی و.
چارواکي زیاتوي، چې په پلازمینې ښار کې له یوه سویډني موسسې سره دنده ترسره کوله.
د چارواکو په وینا، د پیښې په ترڅ کې د دغه مېرمن یه الماني ملګرې او د هغه یوه افغان ساتونکی هم وژل شوي وه.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت د برمتې شوې مېرمنې د خوشې کېدو د څرنګوالې په اړه څه نه دي ویلي.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د پیښې مسئولیت هم په غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې دن هېواد په یو شمېر مهمو ولایتنو او د کابل په ګډون په یو شمېر ښارونو کې د بهرنیو رضاکارانو پر وړاندې تاوتریخوالي مخ په زیاتېدو دي.
څو ورځې مخکې د بلخ ولایت مرکز په مزار شریف ښار کې هم یوه اسپانیایي مېرمن د ځینو وسله والو له خوا په ډزو ووژل شوه.