دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 149877
د امریکا نوې ستراتیژي اعلان او پاکستان کې لومړنی هوایي برید

د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي تر اعلان وروسته امریکایي ځواکونو په لومړی ځل په پاکستان کې د ترهګرو پر یوه پټنځای هوایي برید ترسره کړی.

دپاکستان په قبایلي سیمو کې ځایي چارواکي وایي، دغه هوایي برید تیره ورځ د کرمې اجنسي په اړوند سیمه کې ترسره شوی.

په کرمې ایجنسي کې یوه لوړپوړي چارواکي وایي، دغه هوایي برید د امریکایي بې پیلوټه الوتکو له خوا تسره شوی او په ترڅ کې لږ تر لږه درې تنه وسله وال وژل شوي.

چارواکي زیاتوي، چې دغه هوایي برید ډیرنډ کرښې ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه کله چې د طلبانو اړوند غړیو په یوه ناسته کې بوخت ول.

د سرچینې په وینا، په دغه هوایي برید کې لږ تر لږه دوه تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي وایي، ، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

د امریکامتحده ایالاتوو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره میاشت وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbz9b8zrhbawp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته