کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

احمد ضیا مسعود پر حکومت او ولسمشر غني تونده نیوکه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 سنبله 1396 ساعت 11:24

د اصلاحالاتو او ښې حکومتداري په برخه کې د ولسمشر غني پخواني سلاکار احمد ضیا مسعود یو ځل بیا پر حکومت او ولسمشر محمد اشرف غني تونده نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په سیاسي او نورو برخو کې د اصلاحاتو لباره هیڅ کوم هوډ وجود نه لري.


نوموړې دغه څرګندونه نن په مزار شریف ښار کې د شهید اونی په مناست کې په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وکړه.

هغه زیاته کړه، که چیرې ولسمشر غني د اصالاحاتو په راوستولو کې پاتې راغلي دي نو باید له خپل دنده استعفی وکړي.

د ښاغلي ضیا په وینا، ولسمشر غني په سیاسي برخه کې داصلاحاتو په راوستلو باور نه لري او په حکومت کې کوم سیاسي مشارکت وجود نه لري.

نوموړې په حکومت کې پر ځینو کسانو تور پوری کړ چې د ډیموکراسي تر نوم لاندې حکومت د یوه مشخصه قوم تر واک لاندې راشي.

د ښاغلي مسعود په وینا، د اقتصادي او سیاسي ستونزو ترڅنګ د ترهګرو د لمنځه وړولو په خاطر هم هیڅ سیاسي هوډ وجود نه لري.

ولسمشر غني کابو پنځه میاشتې مخکې د اصلاحالاتو او ښې حکومتداري په برخه خپل ستر سلاکار احمد ضای مسعود له دندې ګوښه کړ.

مسعود د افغانستان د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې د زلمي رسول لومړی مرستیال و خو ښاغلي رسول په دویم پړوا کې له عبدالله عبدالله څخه او ښاغلي مسعود له محمد اشرف غني څخه ملاتړ کړه.


د مطلب کود: 149884

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149884/احمد-ضیا-مسعود-پر-حکومت-او-ولسمشر-غني-تونده-نیوکه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com