دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۶
د مطلب کود : 149915
آمریکا د افغانستان له لاری په مرکزی آسیا کی د بی ثباتی رامنځته کولو په لټه کی دی
د روسیه امنیت او دفاع کمیته مشر معاون په سوریه کی د دیرالزور ښار آزادیدو ته په اشاری سره وویل: آمریکا د مسکو بریالیتوبونو په وړاندی په غبرګون کی غواړی د افغانستان له لاری په مرکزی آسیا کی بی ثباتی رامنځته کولو سره بدله واخلی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فرانس کلینسیویچ د روسیه امنیت او دفاع کمیتی مشر د سوریه دیرالزور ښار کی روسیه نظامی بریالیتوبونو ته په اشاری سره وویل: آمریکا د مسکو بریالیتوبونو ته په ځواب کی په مرکزی آسیا کی د افغانستان له لاری د بی ثباتی په راوستلو سره بدله اخلی.

هغه زیاته کړه: د دیرالزور ماته د آمریکا لپاره دروند تمام سوی دی او واشنګتن په سیمه کی د روسیه څخه بدله اخیستلو په لټه کی به وی.

دا روسی چارواک زیاته کړه: موږ باوری اطلاعات لرو چی د سوری داعش ۲۲ کلیدی رهبران د خپل کورنیو سره د آمریکا نظامی الوتکو له لاری افغانستان ته لیږدلو کیږی.

هغه زیاته کړه: دا اقدامات د امریکا نوی پروژه د مرکزی آسیا د بی ثباته کولو لپاره دی.

دا په داسی حال کی دی چی د سپتامبر میاشتی لمړیو کی د سوریه ځواک د روسیه هوایی ځواکونو په ملاتړ داعش د دیرالزور څخه وایستل او دا په سوریه کی د جنګ لوی بریالیتوبونو څخه دی.

https://avapress.com/vdcezo8znjh8eoi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته