دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 149937
واشنګټن پوسټ: البانیا د خپل پلي ځواکونو یوه قطعه افغانستان ته لېږي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د مرکزي استخباراتو یا سي ای اې له‎خوا په افغانستان کې د هوايي حملو د ترسره کولو د غوښتنې په اړه مطلب خپور کړی دی.

نیویارک ټایمز لیکي: سي ای اې له دفاع وزارت یا پنټاګون څخه غواړي چې په افغانستان کې ورته د القاعده او نورو تروریستي ډلو پر ضد د بې پیلوټه الوتکو په‎واسطه د هوايي بریدونو اجازه ورکړي.

ورځپاڼه وايي، سپینه ماڼۍ ښايې د سې ای اې دا غوښتنه ومني خو په دفاع وزارت کې ورسره ځینې مقامات مخالفت کوي.
ورځپاڼه زیاتوي: د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ادارې له‎خوا په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‎ژوبلې د مخنیوي په هدف د امریکا پر هوايي عملیاتو محدودیتونه لګیدلي وو او که سپینه ماڼۍ سې ای اې ته دا واک ورکړي نو دا به لومړی ځل وي چې د امریکا مرکزي استخبارات د بې پیلوټه الوتکو په‎واسطه په افغانستان کې بریدونه وکړي.

نیوزویک مجله:
نیوزویک مجلې هم په خپله وروستۍ ګڼه کې همدې موضوع ته اشاره کړې ده او لیکي:

سې ای اې په افغانستان کې د تروریستانو د وژلو لپاره د هوايې بریدونو واک غواړي.

نیوزویک لیکلي دي: په دفاع وزارت یا پنټاګون کې یو شمېر چارواکي اندیښنه ښيې چې د سې ای اې هوايي بریدونه به په افغانستان کې امریکايي سرتېري له خطر سره مخ کړي.

خو د مجلې په باور د ځینو چارواکو له اندیښنو سره سره ولسمشر ډونالډ ټرمپ لېواله دی چې سې ای اې ته دا اجازه ورکړي.

واشنګټن پوسټ: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا افغانستان ته د البانیايې ځواکونو د استولو موضوع څېړلې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي: البانیا پلان لري چې د خپلو پلي ځواکونو یوه قطعه افغانستان ته واستوي.

البانیا په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ناټو تړون غړیتوب ترلاسه کړ.

ورځپاڼې د البانیا د دفاع د وزیر له قوله لیکلي دي چې دا ګام يې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د ستراتیژۍ په چوکاټ کې پورته کړی دی.

د البانیا نېزدې اتیا پوځیان دا مهال د افغانستان په هرات ولایت کې ځای پر ځای دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcip3azyt1a532.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته