دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۴
د مطلب کود : 149941
د ترکمنستان په لوبو کې افغانستان د سرو زرو لومړی مډال وګاټه

په ترکمنستان کې د رزمي هنرو او ورزشي سالون په روان لوبو کې افغانستان د سرو زرو لومړی مډال وګاټه.

د افغانستان لپاره د سرو زرو لومړی مډال د جوجیټسو په لوبو کې حسین بخش صفري واخیست.

دغه مډال د افغان لوبغاړي له خوا په روان لوبو کې د افغانستان په لومړنی حضور کې ترلاسه کړای شو.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې ویلي وو، چې د ترکمنستان په لوبو کې د سرو زرو مډال ګټونکو ته تر ۶۷۰ زره افغاني نغذي جایزې په ورکړل شي.

ارګ ماڼی وایي ولسمشر غني په دې اړه یوه فرمان صادر کړی تر څو هغو مډال ګټونکو ته نغدي جایزې ورکړل شي چي د ترکمنستان هېواد د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه په ترسره کېدونکو لوبو کې مډالونو ترلاسه کوي.

د ارګ ماڼی له خوا په خپره شوې خبرپانه کې راغلي دي « د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د حکم پر بنسټ، هغه لوبغاړو ته چې د ترکمنستان هېواد د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه په ترسره کېدونکو لوبو کې د مډالونو په اخیستو بریالي شي، نغدي جایزې ورکول کېږي.»

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو لوبو کې  د سرو زرو مډال ګټونکي ته ۶۷۰زره افغانۍ  به ورکړل شي.

د ولسمشر غني د حکم پر اساس، د سپینو زرو مډال ګټونکي ته ۳۳۵ زره افغانۍ  به ورکړل شي او د برونز مډال ګټونکي ته ۲۰۱ زره افغانۍ ورکول کیږي.

په همدې حال کې د فرنګي کشتي په برخه کې احمد جاوید امیري وتوانېد د هېواد لپاره د سپینو زرو لومړی مدال ترلاسه کړی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdon0ffyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته