دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 149981
د مرکزی بانک مشر د نامناسبو پیسو باطلولو قضیی اړوند استجواب کیږی
د افغانستان مرکزی بانک مشران، د کابل شهزاده سرای صرافانو اتحادیه او خصوصی بانکونو اتحادیه د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ورکولو لپاره د راتلونکی اونۍ سه شنبه په ورځ مجلس ته استجواب کیږی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، فضل هادی مسلمیار د سنا مجلس مشر وویل چی یاد کسان عمومی مجلس ته غوښتل سوی دی ترڅو د خلګو نمایندګانو ته د نامناسبو پیسو ابطال په اړه ځواب ورکړی.

د سنا مجلس غړۍ د افغانستان بانک تصمیم څخه چی نامناسبه پیسی باطل کړی دی، نیوکی وکړی او وویل چی دا کار د افغانی ارزښت کښته کیدو لامل سوی دی او د خلګو لپاره ډیر مشکلات رامنځته کړی دی.

د افغانستان مرکزی بانک د اسد میاشت تر آخرو پوری خلګو ته چانس ورکړی وو ترڅو خرابی پیسی بانک ته راوړی او بدل یی کړی. اوس ددی وخت په ختمیدو سره، سوراخ سوی، لکه دار او لیکل سوی پیسی په هیڅ ځای کی د قبول وړنه دی.

په دی حال کی د سنامجلس مشر وایی چی د مرکزی بانک دا کار د افغانی ارزښت کښته کیدو لامل سوی دی او د هیواد په ځینو سیمو کی د ایران تومان او پاکستانی کلدارو پرځای افغانی پیسو چلند څو کلنه مبارزه ترپوښتنی لاندی راوړی دی.

https://avapress.com/vdch6wnzz23nkwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته