دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 150001
د کابل نوي ښار پروژې عملي کار پرانیستل شو

د کابل نوي ښار پروژې عملي کار د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئیس محمداشرف غني، په کابل کې د جاپان سفیر او ځینې لوړپوړو دولتي مقاماتو په حضور پرانیستل شو.

هغه مراسم چې په همدې مناسبت در شنبی په ورځ له غرمې وروسته په ارګ کې ترسره شول، لومړی د پایتخت زون خپلواکې ادارې عمومي رئیس الهام عمرهوتکي د کابل نوي ښار د طرحې جوړښت او ماسټرپلان د تطبیق په اړه غونډې ته معلومات ورکړل.

هغه د کابل نوي ښار د تطبیقي پلان د پرمختګ په اړه د جمهوررئیس غني له پاملرنې مننه وکړه وې ویل، د کابل د نوي ښار، کار په ۱۳۸۴ او ۱۳۸۵ کلونو کې پیل شوی وو او زیات وخت ته یې اړتیا لرله. هوتکي زیاته کړه، په مخکېني حکومت کې په یاده طرحه کې حقوقي ستونزې وې چې اوس دغه ستونزې حل شوي دي.

د پایتخت زون پراختیا خپلواکې ادارې رئیس زیاته کړه د یادې پروژې کار کې مداخلې کېدې چې د جمهوررئیس د پاملرنې او په دې اړه د ادارو د هڅو له امله د کابل نوي ښار د نقشې په مسیر کې د ځمکو د غصب مخنیوی وشو.

الهام عمرهوتکي وویل، د سترو پروژو تطبیق زیات تخنیکي کار ته اړتیا لري او په یاده طرحه کې د کابل نوی ښار په معیاري او مډرن ډول ډېزاین شوی دی چې د دې طرحې په تطبیق سره به د کابل ښار بڼه په اساسي ډول تغییر وکړي.

هغه څرګنده کړه، د کابل نوي ښار۷۴۰ کیلومتره مربع پراخوالی لري چې د ده‎سبز، شکردرې، قره‌ باغ، کوهدامن، کلکان او باریک آب ځینې برخې په کې شاملې دي او په درې پړاوونو کې به بشپړ شي.

الهام عمر هوتکي وویل:لنډمهاله مرحله کې به ۱۰ زره د استوګنې واحدونه په پنځه کلونوکې، په منځمهال کې به ۸۰ زره کورونه ۱۵ کلونو کې او اوږدمهال کې به ۲۵۰-۵۰۰ زره کورونه د ۳۰ کلونو په موده کې جوړ شي.

نوموړي د کابل نوي ښار د جوړېدو موخه په بین المللي معیارونو د برابر ښار لرل او د لازمو اسانتیاوو لکه د تحصیل، تجارت، اشتغال او سالم محیط برابرول وښودل، وې ویل چې د کابل نوي ښار جوړېدو سره به په اوسني کابل ښار کې د نفوسو د تراکم او سرپناه ستونزه حل شي.

د پایتخت زون پراختیا ادارې رئیس وویل: د کابل نوي ښار په لومړي فاز کې د شهېدانو ورثې ته ۱۰۰۰ کورونه په پام کې نېول شوي دي.

خصوصي سکتور ته د پراختیاورکوونکي اوکسین اریانا شرکت مسوول نصرت دای فولادي وویل: په مخکېني حکومت کې دا پروژه له ستونزو سره مخ وه چې د نوي حکومت په راتګ سره دا ستونزې له منځه ولاړې.

هغه دغه راز زیربنایي پروژو ته د هېواد د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه، وې ویل چې د اړوندو ادارو په هڅو د کابل نوي ښار تطبیقي پلان په اساسي ډول مخته ته تللی او تر دې مرحلې رسېدلی دی.

د یاد شرکت مسوول ژمنه وکړه چې د یادې پروژې کار به په پوره دقت او لازمو معیارونوترسره کړي. نصرت دای فولادي زیاته کړه، موږ حاضر یوو د خپل هېواد د پراختیا او هېوادوالو ته داسانتیاوو په خاطر هڅه وکړو او هیله لرو چې حکومت به د پانګونو او سوداګرۍ زمینو د تامین ترڅنګ، سراسري امنیت هم خوندي کړي.

په کابل کې د جاپان سفیر میتسوجي سوزوکو وویل: زما لپاره د ویاړ ځای دی چې نن د کابل نوي ښار د لومړي فاز د پرانیستې مراسمو کې ګډون کوم. هغه زیاته کړه موږ د (جایکا) بنسټ له لارې د افغانستان دولت سره هراړخیزه همکاري لرو او دا همکاري به دوام وکړي.

نوموړي وویل، د نفوسو د ګڼې ګونې له پلوه ښاري پراختیا یو ضرورت دی او د کابل ښار پراختیا د سالم او اقتصادي ژوند محیط د تامینولو ترڅنګ د امنیت د ټینګښت لپاره هم غوره ده.

د کابل نوي ښار پروژې عملي کار د پیل سند اجازه د جمهوررئیس غني په حضور کې د پایتخت زون پراختیا خپلواکې ادارې رئیس او خصوصي سکتور ته د پراختیا ورکوونکي اوکسین اریانا شرکت مسوول لاسلیک کړه.

جمهوررئیس غني د کابل نوي ښار د عملي کار پیل له امله خلکو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، نن ورځ زموږ نوي نسل ثابته کړه چې کولای شي د هېواد سبا مدیریت کړي. موږ په سادګۍ نن ورځ ته نه یوو رسېدلي.

هغه د پایتخت زون پراختیا ادارې او د هېواد د ځمکو خپلواکې ادارې له هڅو څخه مننه وکړه. جمهوررئیس دغه راز له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د جاپان هېواد له همکاریو په ځانګړي ډول د جایکا بنسټ چې د کابل نوي ښار پروژې د ډیزاین او طرحې په برخه کې یې هراړخیز مطالعه کړي، قدرداني وکړه.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د افغانستان او جاپان اړیکي مخ په ښه کېدو دي او د بنیادي همکاريو په برخه کې به د عملي ګامونو په اخیستو سره دا اړیکې لا نورې هم پیاوړې شي. هغه په کابل کې د جاپان سفیر څخه وغوښتل چې د افغانستان دولت او خلکو د نېکو هېلو مراتب د جاپان دولت او خلکو ته ورسوي.

جمهوررئیس محمداشرف غني د کابل نوي ښار پروژې، جوړښت، طرحې او ډیزاین کې د ښځینه کارکوونکو او دغه راز په یاده طرحه کې د دوی له برابرې ونډې مننه وکړه.

جمهوررئیس وویل: کابل ته زموږ لیدلوری د پایتخت په توګه دا دي چې ټول هېوادوال ورکې خپل ځان وویني او په اوسني عصر کې زموږ د خلکو اړتیاوو ته ځواب ووایي. هغه زیاته کړه، کابل ملي بافت لري او اړتیا ده د بابر د وخت د احیا چې د ختیځ او لویدیځ او شمال او جنوب د اتصال مرکز وو، هڅه وشي.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته په پاملرنه ټینګار وکړ وې ویل چې د کابل نوي ښار کې به د شهیدانو کورنیو ته اپارتمانونه ووېشل شي.#

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxxqss2bqpx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته