کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د المان سفارت ته څېرمه د چاودنې په اړه د پاکستان لومړي وزیر اعترافات

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سنبله 1396 ساعت 13:04


د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي وایي، په پلازمینې کابل کې د المان سفارت ودانې ته څېرمه د مې میاشتې په خونړی چاودنه کې ښايي هغه کسان ښکیل وو چې له پاکستانه کابل ته تللي وو.

نړموړې په دې اړه له یوه برطانیایي ورځپانې، فیننشل ټایمز، سره د مرکې ترڅ کې خبر ورکړ.

ښاغلي عباسي وایي، داسې ښکارې چې د برید لپاره درې یا څلور کسان له پولې څخه تیر شوي وو.

د پاکستان لوموړی وزیر زیاته کړه، چې له پولې څخه یوه موټر هم کابل ته لیږدول شوي و او د برید لپاره د یوه سفارت په ودانی کې ځای پر ځای او د چاودنې لپاره کار اخیستل شوی وه.

دا په داسې حال کې ده چې د المان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي له دې وړاندې ویلي وو، چې الماني کارپوهان په پلازمینې کابل کې د المان سفارت ته څېرمه د خونړی چاودنې په اړه څېړنې کوي.

د المان بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د برید په اړه پلټنې باید د افغان حکومتي ادارو او د نورو اړوند هېوادونو سره په همغږې کې ترسره شي.

افغان چارواکي وایي، د چارودنې په ترڅ کې چې نږدې څلور میاشتې مخکې د المان سفارت ودانې ته رامنځته شوه، په ترڅ کې تر ۱۵۰ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

تر اوسه کوم شخص یا ډلې د دغه برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی دی خو د افغانستان ملي امنیت ریاست ویلي وو، چې دغه برید د حقاني ترهګرې شبکې له خوا او د پاکستان پوځ د استخباراتي ادارې په مرسته پلان او ترسره شوي.


د مطلب کود: 150011

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150011/کابل-کې-د-المان-سفارت-ته-څېرمه-چاودنې-په-اړه-پاکستان-لومړي-وزیر-اعترافات

آوا
  https://www.avapress.com