کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودی بی قانونه افغانانو ته د عبور ورقه ورکوی

27 سنبله 1396 ساعت 16:59

په سعودي کې د افغانستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې بې قانونه افغانانو ته د عبور ورقه ورکوي.



د خبرپاڼې سره سم هغه افغانان چې په سعودي کې اوسیږي او قانوني اسناد نه لري، کولای شي چې په ریاض او یا هم جده کې د عبور ورقه تر لاسه کړي او خپل هیواد ته بغیر د کومې جرمانې ورکولو ستانه شي.
په خبرپاڼه کې هغه افغانان مخاطب شوي چې یا قانوني اسناد نه لري او یا هم د اقامې نورې ستونزې لري چې له مخې یې نه شي کولای هیواد ته ستانه شي.
د افغانستان سفیر سید جلال کریم په دې اړه په سعودي کې اوسیدونکو افغانانو ته ویلي چې باید له دې فرصت څخه استفاده وکړي، کنه وروسته یې مسؤولیت په خپله غاړه دی.
باید وویل شي چې په سعودي عربستان کې په زرګونو افغانان د اقامې او پاسپورټونو ستونزې لري چې له امله یې په دغه هیواد کې بند پاتې دي او نه شي کولای چې افغانستان ته را وګرځي.


د مطلب کود: 150027

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150027/سعودی-بی-قانونه-افغانانو-ته-د-عبور-ورقه-ورکوی

آوا
  https://www.avapress.com