دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۱۲
د مطلب کود : 150041
د شاهد خاقان عباسی اعتراف چی زنبق څلور لاری انتحاری کوونکی د پاکستان له لوری افغانستان ته داخل سوی وو
د لمړۍ ځل لپاره یو پاکستانی لوړ پوړۍ چارواک افغانستان ته د تروریستانو ننوتل ددی هیواد له لوری منی. شاهد خاقان عباسی، پاکستان لمړۍ وزیر قبلوی چی د کابل زنبق څلور لاری انتحاری کوونکی افغانستان ته په احتمالی توګه د پاکستان څخه داخل سوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د پاکستان موقت لمړۍ وزیر دا خبری د فایننشل تایمز ورځپاڼه سره مصاحبه کی ویلی دی.

د زنبق څلور لاری انتحاری برید کی ۱۵ زره کیلوګرامه چاودیدونکو توکی کارول سوی وو او د ۱۵۰ تنو څخه ډیر شهید او ۵۰۰ تنو څخه ډیر ټپیان کړل سو. ددی برید وروسته په ظاهر سره داعش ډله ددی برید مسئولیت په غاړه واخیست، افغانستان حکومت دا کار د حقانی شبکه کار وبولی چی د پاکستان په هماهنګی یی ترسره کړی وی.

اوس څو میاشتی وروسته د پاکستان لمړۍ وزیر وایی چی زه ټول جزئیاتو باندی نه پوهیږم خو ویلای سم چی څو تنه د مرز څخه تیر سوی وو. یو موټر د یو سیمی څخه کابل لوری ته حرکت وکړی. خو د چاودنی مخکی د یو سفارت محوطه کی پارک سوی وو.

هغه په ادامه کی وویل چی افغانستان څخه هم وسله وال و پاکستان ته واردیږی او بریدونه دلته ترسره کوی. که د افغانستان ځواک هغوی نه سی کنترولولای او امریکایی ځواکونه هغوی نه سی کنترولولای، نو موږ څه کولای سو؟

هغه وویل چی د پاکستان په وړاندی تند موقف د امریکا له لوری، کولای سی معکوس نتیجه واخلی.

د پاکستان لمړۍ وزیر ددی هیواد په وړاندی امریکا اقداماتو ته وویل چی پاکستان کولای سی د امریکا نظامی الوتکو خریداری پروسه ودروی، خو د اسلام آباد نورو اقداماتو په اړه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcgtz9qqak9nz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته