د پاکستان د لومړي وزیر دفتر په ډاګه کړې، چې د شاهد عباسي له قوله د برید په اړه راخیستل شوې خبرې رسنیو ناسمې خپرې کړې دي. رسنۍ باید له بشپړو څرګندونو ځان خبر او خپل ګزارش ښه وڅېړي.
د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په یوې مرکه کې ویلي وه، چې کیدای شي د زنبق څلورلاري د تانکر بم عاملان له پاکستان څخه افغانستان ته وردننه شوي وي.
عباسي په ډاګه کړې وه، چې د چاودنې عاملان په یوه موتر کې له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته دننه شوي وي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د پاکستان د لومړي وزیر شاهد عباسي اعتراف یو تریخ حقیقت ګڼلی دی او ویلي یې دي، چې د ترهګرو ځالې هلته دي او له هغه ځایه یې بریدونه رهبري او پلانیږي.