دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۶
د مطلب کود : 150124
د فاریاب کوهستان ولسوالی بندر سیمی بازار او دری امنیتی پوستو سقوط
د فاریاب په ولایت کی د امنیتی وضعیت خرابیدو په لړ کی، سمیه ایز سرچینی وایی چی دری امنیتی پوستی او د کوهستان ولسوالی بندر استراتژیک سیمی بازار نن سهار د سختو نښتو وروسته د طالبانو په لاس سقوط وکړ.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، خلګو غورځنګ ځواکونه د فاریاب ولایت کوهستان ولسوالی کی رسنیو ته وایی چی په سلهاوو طالبان د تیری شپی راهیسی خپل بریدونه پر امنیتی پوستو او بندر بازار باندی شروع کړی دی.

ښاغلی غیب الله میرزاد د بندر ولسوالی سیمی خلګو غورځنګ او امنیتی ځواکونو مشری په لاس لری وویل، د کوهستان په ولسوالی کی یواځی دری ولسوالی د دولت په کنترول کی دی او که ولایتی چارواکی هرڅه ژیر اقدام ونه کړی، باقی کلۍ به هم سقوط وکړی او یو انسانی فاجعه به منځته راسی.

هغه وویل چی د تیری شپی نښتی په جریان کی تر نن پوری، یو طالب وژل سوی او دوه نور طالبان او خلګو غورځنګ دوه تنه سرتیری تپیان سوی دی.

https://avapress.com/vdciruaz5t1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته