دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 150166
ملکرو ملتونو یوه افغان ډاکتر ته جایزه ورکړې

د ملګرو ملتونو کلتوري، علمي او روزنیزې ادارې یوه افغان ډاکتر ته په جګړه ځپلو سیمو کې، د روغتیايې خدماتو د رسولو په خاطر جایزه ورکړې ده.

د برېتانيې د رسنیو په وینا، دا افغان ډاکتر وحید ارین نومېږي چې له ۱۵ کلونو راهیسې په برېتانیه کې مېشت دی.

وحید ارین د خپل مرستندویه بنسټ پر مټ د سکایپ او نورو ټولنیزو شبکو له لارې، د افغانستان او سوريې له جګړه ځپلو سره مرسته کړې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcep78zpjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته