کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملکرو ملتونو یوه افغان ډاکتر ته جایزه ورکړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 سنبله 1396 ساعت 11:31


د ملګرو ملتونو کلتوري، علمي او روزنیزې ادارې یوه افغان ډاکتر ته په جګړه ځپلو سیمو کې، د روغتیايې خدماتو د رسولو په خاطر جایزه ورکړې ده.

د برېتانيې د رسنیو په وینا، دا افغان ډاکتر وحید ارین نومېږي چې له ۱۵ کلونو راهیسې په برېتانیه کې مېشت دی.

وحید ارین د خپل مرستندویه بنسټ پر مټ د سکایپ او نورو ټولنیزو شبکو له لارې، د افغانستان او سوريې له جګړه ځپلو سره مرسته کړې ده.


د مطلب کود: 150166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150166/ملکرو-ملتونو-یوه-افغان-ډاکتر-ته-جایزه-ورکړې

آوا
  https://www.avapress.com