دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۹
د مطلب کود : 150171
د کاپیسا د علماو شورا مشر د ترور په اړه د ملي امنیت ریاست نوې موندنې

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، په شمال ختیځ کاپیسا ولایت کې د علماو شورا مشر د وسله والو طالبانو په لارښونې ترور شوی دی.

د ملي امنیت ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د کاپیسا ولایت د علماو شورا د مولوی ګل محمد حنیفیار د ترور مسئول د یاد ریاست د موظفینو له خوا نیول شوی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوی کس عبدالمقیم نومیږی او د مولوي حنیفیار په وژلو کې لاس لری.

د ملي امنیت ریاست په وینا، عبدالمقیم د کاپیسا د کوهستاناتو ولسوالی اړوند له حصه دوم سیمې څخه نیول شوی دی.

ملي امنیت ریاست وایي، نیول شوی په خپل جرم اعتراف کړی دی او ادعا کوي چې نوموړې د کاپیسا علماو شورا مشر د خان اقا مشهور په مولوي نصرت الله په لارښونې وژلی دی.

د عبدالمقیم په وینا، خان اقا د کوهستاناتو ولسوالی لپاره د طالبانو د نومول شوی والي په توګه په ترهګریز بریدونو کې بوخت دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca0wn6649nm61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته