کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داعش د طالبانو جسدونوته په جوزجان کی اور واچاوه

2 میزان 1396 ساعت 1:52

د هیواد شمال څخه رارسیدلی ګزارشونو په اساس، د طالبانواو داعش دوه ډلو ترمنځ نښتی له امله د جوزجان قوش تیپه ولسوالی کی د دواړو لوروڅخه ۱۵ تنه وژل سوی اوڅلور تنه نور ټپیان سوی دی.


د آوا په ګزارش، د طالبانو ۵ تنوجسدونه د داعش له لوری سوځول سوی دی.

په دی نښته کی د طالبانو ځینی صلاحوی او مهمات هم داعش لاس ته ورغلی دی.

سیمه ایز سرچینی وایی د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جمعی شپی جنګ ددی ولسوالی بیکسر وړ خانقاه کلۍ کی رامنځته سوی دی.

د طالبانو څخه ډیر کسان د چقمه چقور په اطرافو کی تجمع کړی دی او د داعش اوطالبانو ترمنځ نښتی په پری پری توګه روان دی.

د طالبانو ویاند په دی اړه بی اطلاعی او خبرتیا ښودنه کوی.


د مطلب کود: 150336

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150336/داعش-د-طالبانو-جسدونوته-په-جوزجان-کی-اور-واچاوه

آوا
  https://www.avapress.com