کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غور په غلمین کی نښتو ادامه/ ۴۵۰ کورنۍ د غلمین څخه بی ځایه سوی دی

2 میزان 1396 ساعت 1:54

په غور کی سیمه ایز مسئولین وایی چی بی ځایه سوی کورنیو شمیر د غلمین سیمی څخه د فیروز کوه ښار شمال کی ۴۵۰ کونیوته رسیدلی دی.


د آوا په ګزار ش سره، عبدالرئوف غفوری دغور د مهاجرینو او عودت کوونکو اداری مشر و آوا ته وویل چی دا کورنۍ د درو ورځو راهیسی، دا سیمه پریښی دی او د فیروز کوه سیمه ته مهاجر سوی دی.

هغه زیاته کړه چی دا داره د نورو دولتی نهادونو په همکاری د ۲۲۵ څخه ډیرو کورنیو لپاره غذایی اوغیری غذایی مرستی کړی او اوس هم د نورو بی ځایه سویو کورنیو د پیژندلو په لټه کی دی.

خو عبدالحی خطیبی، د غور والی ویاند هم د غلمین سیمی بی ځایه سویو شمیر په دقیق توګه نه پوهیږی او وایی چی د دوو ورځو راهیسی دجلینګ کلۍ کی ۲۲۷ کورنۍ او ۳۷ کورنۍ هم د فیروز کوه په ښار کی پیژندل سوی دی.

هغه زیاته کړه چی ددی کورنیو لپاره، مرستی صورت نیولی دی.

په عینی حال  کی د غور والی ویاند د غلمین سیمی پاکسازی عملیات په منځته راوړل په نږدی وختونو کی خبر ورکړ.

په داسی حال کی د غلمین بی ځایه سویو شمیر ډیریږی چی دا سیمه د طالبانو تر تصرف لاندی دی او امنیتی ځواکونه د دوو ورځوراهیسی د طالبانو مواضع تر هدف لاندی نیولی دی.

غلمین یو اونۍ مخکی بیله نښتی د طالبانو او داعش تر تصرف لاندی راغلل.


د مطلب کود: 150337

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150337/د-غور-په-غلمین-کی-نښتو-ادامه-۴۵۰-کورنۍ-څخه-بی-ځایه-سوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com