د ولسمشر دوه یم مرستیال وايي، ګرځندوی کولی شي، د هېوادونو ترمنځ پولې ړنګې او د نړیوالې سولې لپاره لار پرانیزي.
افغانستان، چې په زړه پورې لرغونې سیمې او تاریخي ځایونه لري، کولی شي، د نړۍ ګڼ سیلانیان په ځان را مات کړي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش، چې د ګرځندوی د ورځې په مناسبت خبرې کولې وویل: ګرځندوی د هېوادونو پولې ماتوي او د سولې او پرمختګ زیري لیږدوي.
هغه زیاته کړې، چې ګرځندویان کولی شي ان سوله او همغږي رامنځته کړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیاله مژګان مصطفوي وايي، چې د ګرځندوی لپاره ستراتیژي جوړه شوې، چې له مخې به یې ګرځندوی صنعت وده وکړي.
افغانستان له دې ټولو طبیعي ښکلاګانو سره سره د امینتي ستونزو له کبله د ګرځندوی لپاره مناسب ځای نه ګڼل کیږي او له دغه درکه تر لاسه شوي عواید په هیڅ حسابیږي.
د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مرستیال مصطفی مسعود بینا وایي، چې د ګرځندویانو لپاره د ویزې پر ورکړه بشپړ کار نه دی شوی.
د یو شمېر څرګندونو له مخې، تېر کال افغانستان ته دوه سوه زره بهرني سیلانیان راغلي دي.
په افغانستان کې نږدې زر شرکتونه د ګرځندوی په برخه کې کار کوي.