دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 150498
د افغانستان جګړه، طالبانو او امریکا ستراتیژي په اړه د عمران خان تازه ادعاوې

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د افغانستان او سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي پر وړاندې خپل مخالفت څرګنده کړه او ادعا کوې چې په افغانستان کې روان جګړه کورني ریښې لري.

نوموړی له اسوشیټید پرس سره د مرکې پر مهال وویل، چې پوځي اقدام د افغانستان د ۱۶ کلنې جګړې د پای ته رسېدو سبب نشي کیدای.

ښاغلي خان د ولسشمر ټرمپ دغه تورونه هم رد کړه چې پاکستان ترهګرو ډلو ته امن ځایونه ورکوي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر ادعا کوي چې په افغانستان کې د طالبانو په فعالیتونو کې زیاتوالي نور لاملونه لري او د جګړې اصلي لامل کورني غورځنګ بولې ځکه افغانان د سلګونو کلونو لپاره د بهرنيو یرغلګو پروړاندې درېدلي دي.

نوموړی دا ادعا هم وکړه چې طالبان د افغانستان په خاوره کې امن ځایونه لري او دافغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر وړاندې هم بریدونه ترسره کیږي.

خو افغان چارواکي وایي، چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي، پټنځايونه ورکوي، او د هغوي اکمالاتو په چارو کې مرستې کوي.

د چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccoxqs42bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته