دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۹
د مطلب کود : 150503
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر د سیګار په راپور اوښکې توی کړې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست، د سیګار وروستی راپور ټکان ورکوونکی وباله او د دغه وزارت د پېژندتون او شهیدانو له ریاست څخه یې، د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړې سر مفتش يا سیګار ادارې په وروستي راپور اوښکې توی کړې.

ویس احمد برمک چې د پولیسو قربانیو ته د درناوي په ناسته کې یې ګډون کړی و، دغه راپور ټکان ورکوونکی وباله او د کورنیو چارو وزارت د پېژندتون او شهیدانو په ریاستونو کې یې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

ښاغلي برمک زیاته کړه:

"لعنت په هغه پولیس او انسان چې د افغان شهیدانو له کورنیو څخه ناوړه غوښتنې کوي، دا ډېر ټکان ورکونکې خبره، د پېژندتون او شهیدانو ریاستونو کې باید اصلاحات راشي. "

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سر مفتش يا سیګار ادارې په خپل يوه راپور کې لیکلي، هغه افغان سرتېري چې په جنګونو کې وژل شوي، د دوی له مېرمنو څخه د تقاعد د معاش د ورکړې په بدل کې، د افغان امنیتي ځواکونو د منسوبینو له خوا جنسي استفاده کېږي.

د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلي چې په يو شمېر دولتي ادارو کې په وحشتاک ډول ستونزې موجودې دي، خو نوموړي په دې برخه کې په اصلاحاتو ټینګار کړی.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري هم ویلي چې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست د يادې موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوی ټاکلی دی.

د سیګار راپور په ټولنیزو رسنیو کې هم ډول ډول غبرګونونه راپارولي او د ټولنیزو رسنیو زیاتره کاروونکو د وسله وال ځواک د منسوبینو دغه عمل شرموونکی بللی دی.

د يادونې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په کراتو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو له کورنیو څخه د حکومت د ملاتړ خبره کړې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyyevtuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته