دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۷
د مطلب کود : 150645
په کابل کی د قلعه فتح الله په ښار کی چاودنه
انتحاری برید کی چی نن ۱:۴۰ بجو په شاوخوا ماسپښین د کابل د جمعی لمونځ کونۍ ځای ته نږدی په قلعه فتح الله کی رامنځته سوه، لږ ترلږه ۵ تنه ملکی کسان شهید او ۲۰ تنه ټپیان سوی دی.

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نجیب دانش، د داخلی وزارت ویاند دفتر سرپرست وویل چی په دی برید کی ۵ تنه شهید او ۲۰ تنه نور ټپیانو سوی دی.

بصیر مجاهد؛ د کابل پولیسو قوماندی ویاند ددی پیښی په تایید سره وویل چی د لمړنیو معلوماتو په اساس یو تن ځان ته چاودنه ورکړی دی.

دا چاودنه د قلعه فتح الله حسینیی ته نږدی چی جمعی لمونځ پکښی ترسره کیږی، رامنځته سوی دی.

د عینی شاهدیانو په وینا یو کس څو دانی پسه قلعه فتح الله حسینیی ته لیږدوله، د سیمه ایز اوسیدونکو او امنیتی ځواکونو پیژندلو وروسته ځانته چاودنه ورکړی دی.

دا چاودنه هغه وخت رامنځته سوه چی لمونځ کوونکی غوښتل د مسجد څخه ووځی.

دا چاودنه د قلعه فتح الله اوم سړک څلور لاری کی رامنځته سوی دی.

https://avapress.com/vdcgtz9qnak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته