د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جاوید بیدار د فاریاب والی ویاند د افغان غږ خبری آژانس و خبرنګار ته وویل: هغه قطار چی د تیری ورځی راهیسی د غورماچ ولسوالی په لوری په حرکت راغلی وو نن دا ولسوالی ته ورسیدل.
ښاغلی بیدار زیاته کړه: دی ولسوالی ته د امنیتی ځواکونو د رسیدو وروسته د غورماچ ولسوالی د طالبانو کنترول څخه ووت.
بیدار اشاره وکړه: د هوایی او ځمکنۍ عملیاتو په نتیجه کی ۵ تنه د دولت مخالفینو څخه ووژل سو او دری تنه نور ټپیان سو. د هغه په وینا ځینی مهمات هم د دولتی ځواکونو په لاس ورغلی دی.
هغه د خپلو خبرو په آخر کی وویل چی د امنیتی ځواکونو څخه یو تن ټپی سوی دی. همدارنګه نښته ددی ولسوالی د پوره پاکولو لپاره جریان لری.
په همدی حال کی فوزیه رؤفی د فاریاب خلګو نماینده په ولسی جرګه کی د افغان غږ خبری آژانس سره په خبرو اترو کی وویل: د غورماچ ولسوالی بیرته د امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندی راغلی دی.
هغی زیاته کړه: د یو ولسوالی بیرته نیول د طالبانو څخه یو سخت کار نه دی زموږ دولتی ځواکونه ددی توان لری چی یو ولسوالی په څو ساعتونو کی د مخالفانو تصرف څخه وباسی.
هغی ادامه ورکړه: موږ ددی ولسوالی د ساتنی په اندیښنه کی یو او دفاع وزارت باید پیاوړۍ خنډونه رامنځته کړی ترڅو د چاڼول سوی سیمو د ساتنی توان ولری او بیله هغه به نښتی هیڅ ګټه ونه لری.