کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د غور ماچ ولسوالی د ۴۷ ورځو وروسته بیرته د امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندی راغلل

8 میزان 1396 ساعت 22:58

د فاریاب ولایت سیمه ایز چارواکی تایید کړ چی د غورماچ ولسوالی د ۴۷ ورځو وروسته بیرته د امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندی راغلل. هغوی د دفاع وزارت څخه غواړی چی د قوی خنډونو په رامنځته کولو سره د غورماچ د بیا سقوط مخه ونیسی.


د آوا په ګزارش سره، جاوید بیدار د فاریاب والی ویاند د آوا و خبرنګار ته وویل: هغه قطار چی د تیری ورځی راهیسی د غورماچ ولسوالی په لوری په حرکت راغلی وو نن دا ولسوالی ته ورسیدل.

ښاغلی بیدار زیاته کړه: دی ولسوالی ته د امنیتی ځواکونو د رسیدو وروسته د غورماچ ولسوالی د طالبانو کنترول څخه ووت.

بیدار اشاره وکړه: د هوایی او ځمکنۍ عملیاتو په نتیجه کی ۵ تنه د دولت مخالفینو څخه ووژل سو او دری تنه نور ټپیان سو. د هغه په وینا ځینی مهمات هم د دولتی ځواکونو په لاس ورغلی دی.

هغه د خپلو خبرو په آخر کی وویل چی د امنیتی ځواکونو څخه یو تن ټپی سوی دی. همدارنګه نښته ددی ولسوالی د پوره پاکولو لپاره جریان لری.

په همدی حال کی فوزیه رؤفی د فاریاب خلګو نماینده په ولسی جرګه کی د آوا سره په خبرو اترو کی وویل: د غورماچ ولسوالی بیرته د امنیتی ځواکونو تر کنترول لاندی راغلی دی.

هغی زیاته کړه: د یو ولسوالی بیرته نیول د طالبانو څخه یو سخت کار نه دی زموږ دولتی ځواکونه ددی توان لری چی یو ولسوالی په څو ساعتونو کی د مخالفانو تصرف څخه وباسی.

هغی ادامه ورکړه: موږ ددی ولسوالی د ساتنی په اندیښنه کی یو او دفاع وزارت باید پیاوړۍ خنډونه رامنځته کړی ترڅو د چاڼول سوی سیمو د ساتنی توان ولری او بیله هغه به نښتی هیڅ ګټه ونه لری.


د مطلب کود: 150704

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150704/د-غور-ماچ-ولسوالی-۴۷-ورځو-وروسته-بیرته-امنیتی-ځواکونو-تر-کنترول-لاندی-راغلل

آوا
  https://www.avapress.com