دخپریدو نیټه :شنبه ۸ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۰۸
د مطلب کود : 150706
د قره باغ او جاغوری ولسوالیو ته به نور تجهیزات هم ور واستول سی!
د غزنی پولیسو قومانده د غزنی په ځینو ولسوالیو کی د امنیتی ځواکونو لپاره نور تجهیزاتو استولو څخه خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، جنرال زمان، د غزنی پولیسو قومانده د جاغوری ولسوالی نمایندګانو سره په لیدنه کی وعده ورکړ چی ډیر ژیر به کافی تجهیزات قره باغ او جاغوری ولسوالی کی و امنیتی ځواکونو ته واستول سی.

همدارنګه جنرال زمان په دی ولسوالیو کی د سرتیرو د ډیریدو وعده هم ورکړی دی او همدارنګه د قره باغ او جاغوری ولسوالیو په منځ کی د ګاو شیر، شیر برله او قره باغ دشت سیمو کی د امنیتی ځواکونو د عملیاتونو د شروع کیدو څخه خبر ورکړی دی.

د غزنی پولیسو قومانده په داسی حال کی دا خبری کوی چی څو ورځی مخکی همت علی فیضی، په جاغوری ولسوالی کی د سیمه ایز پولیسو قومانده، په دی ولسوالی کی د امنیتی ځواکونو د تجهیزاتو د کمبودیو څخه نیوکه وکړه او د تجهیزاتو د استولو غوښتونکی سوی وو.

https://avapress.com/vdce778zpjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته