کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات کی د عاشورا په ورځ ۴۴۰ کیسه وینه راټوله سوه

9 میزان 1396 ساعت 18:09

د هرات په حوزوی روغتون کی مسئولین وایی چی د آخرو ثبت سوو آمارو په اساس د وینی راټولولو په کمپاین کی، تراوسه ۴۴۰ کیسه وینه راټول سوی دی.


 

 

 

د آوا په ګزارش سره، محمد رفیق شیرزی، د هرات حوزوی روغتون ویاندی د آوا و خبرنګارته وویل چی د ثبت سوو آمارو په اساس د بکراباد، مهدیه غوردرواز او جبرئیل ښارګوټۍ څخه تراوسه ۴۴۰ کیسه او ۵۰۰ سی سی وینه د خلګو له لوری اهدا سوی دی.

هغه وویل چی دا وینی د هرات حوزوی روغتون وینی بانک ټیمونو له لوری راټول سوی دی او د روغتون وینی بانک ته لیږدول کیږی او د وینو ذخیرو سره یوځای کیږی.

شیرزی زیاته کړه چی دا وینی د امنیتی ځواکونو ټپیانو او وینو اړتیا مندو ته به ګټه واخیستل سی.


د مطلب کود: 150741

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150741/په-هرات-کی-د-عاشورا-ورځ-۴۴۰-کیسه-وینه-راټوله-سوه

آوا
  https://www.avapress.com