دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 150744
د کابل په بیلابیلو سیمو کی د عاشورا لمونځ اقامه سوه
د محرم الحرام –حسینی عاشورا- سره همزمان د عاشورا لمونځ د حسینی عزادارانو، دستو او مذهبی هیئاتو پراخ حضور سره د شهیدانو سید او سالار آخری لمونځ په یاد د کابل په بیلابیلو سیمو کی اقامه سو.

عرفانی ښارګوټۍ کی هم چی د کابل په لویدیځ کی دی، د عاشورا لمونځ د حسینی لسګونو تنو عزادارانو په حضور چی هم ښځی او نارینه پکښی حضور درلود، د حجت الاسلام و المسلمین حاچ عباس حسن زاده په امامت سره اقامه سو.

ښاغلی حسن زاده د لمونځ اقامه مخکی دی ته په اشاره سره چی د عاشورا بی ساري جلوو څخه یو د لمونځ ادا کول په لمړی وخت کی وو، د لمونځ ادا کول په لمړۍ وخت باندی خبری او ټینګار وکړ.

په همدی حال کی لمونځ کوونکی د لمونځ د ادا کولو وروسته ټینګار وکړ چی د عاشورا لمونځ چی امام حسین (ع) د جنګ په ډګر کی اقامه کړ د عبادت او کامل بندګی درس او په لمړۍ وخت کی د لمونځ اداکولو ارزښت بیانوونکی دی.

ستار حسینی یو ددی لمونځ کوونکو څخه و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی امام حسین(ع) د جنګ په سختو شرایطو کی په لمړۍ وخت کی د لمونځ اداکولو ته لمړیتوب ورکړ او د عاشورا ماسپښین لمونځ اقامه کړ.

هغه زیاته کړه چی موږ ځان د امام حسین(ع) پیران او عزاداران بولو؛ هم باید لمونځ چی امام حسین(ع) د هغه لپاره قیام وکړ، مهم وبولو او هغه په خپل لمړی وخت باندی ادا کړو.

د یادونی وړ دی چی د عاشورا لمونځ د کابل سره د هیواد په نورو ولایتونو او نورو اسلامی هیوادونو کی هم په ډیر عظمت سره ادا سو او حسینی عزاداران او ماتم کوونکی د خپل مراسماتو وروسته، دا لمونځ ادا کړ.

 

https://avapress.com/vdcgtz9qtak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته