کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوې افغانې نجلۍ د رسامۍ په نړیواله سیالۍ کې جایزه اخیستې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1396 ساعت 13:53


د افغانستان د یوه لرې پروت ولایت بادغیس یوې دوولس کلنې اوسیدونکې انجلۍ د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" د ۲۰۱۷ کال د دوویشت هیوادونود ماشومانو ترمنځد رسامۍ په نړیواله سیالۍ کې جایزه ګټلې ده.

د دغې نجلۍ انځور سیالۍ د جایزو په رسم شویو شلو انځورونو کې د جایزې وړ انځور پيژندل شوی دی.

په کابل کې د خوراک د نړیوال سازمان د دفتر ویاند وحیدالله اماني امریکا اشنا راډیو ته وویل، چې د دولس کلنې مریم رسم شوی انځور، د دوویشت هیوادونو د ښوونځیو ماشومانو د رسامۍ په سیالیو کې د شلو غوره شویو انځورونو په ډله کې شامل شوی، چې د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" ورسره مرسته کوي.

ښاغلي اماني وویل " د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" د مرکزي دفتر ستاینلیک مریم ته رسول شوی دی".

مریم په خپل انځور کې د خپل ښوونځي حالت چې ښوونځی یې ټولګي نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي نندارې ته ایښی دی.

مریم د قلعه نو د آبګرمک د نجونو د ښوونځي د اووم ټولګي زده کونکې ده.

د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" وايي، چې مریم له رسامۍ سره ځانګړې مینه لري، غواړي ټولې نړۍ ته سفر وکړي او په راتلوونکي کې ډاکټره شي.

د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" د نړۍ په کچه په ښوونځیو کې د خوړو د پروګرام له لارې په ۶۰ هیوادونو کې تر ۱۶ میلیونو ډېرو زده کوونکو ته خواړه برابروي.

په افغانستان کې د خوراک د نړیوال سازمان "ډبلیو ایف پي" رئیس میک لورنترن د مریم په هکله ویلي چې هغه د افغانستان راتلونکې ده.

میک لورنترن ویلي " د دې لپاره چې د دې هیواد لپاره مو د روغې راتلونکې څخه ډاډ ترلاسه کړی وي، مونږ باید د دوی پر زده کړو همدا نن پانګونه وکړو".

"ډبلیو ایف پي" په پام کې لري چې د مریم رسم شوی انځور له نورو انځورونو سره د ایټالیا په پایتخت روم کې په خپل مرکزي دفتر کې نندارې ته کښېږدي او هم به یې د دغې ادارې په دیوالي کلیزه او د مبارکۍ په کارتونو کې د نړۍ په کچه د"ډبلیو ایف پي" په اړه د تبلیغاتو په موخه ووېشي.


د مطلب کود: 150788

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150788/یوې-افغانې-نجلۍ-د-رسامۍ-په-نړیواله-سیالۍ-کې-جایزه-اخیستې

آوا
  https://www.avapress.com