«کارلس پوجدمون» Carles Puigdemont بیګا ددغه ټولپوښتنې له کیدو وروسته په یوې ټیلي ویژني وینا کې وویل : د هیلې او ویرې په دغه ورځ د کاتالونیا ښاریزو د یو خپلواکه هیواد د لرلو حق په جمهوري شکل لاسته راوړ. ده زیاته کړه په راتلونکو روځو کې به د دغه ټولپوښتنې نتیجې پارلیمان ته ولیږي چې د ټولپوښتنې د قانون مطابق عمل وشي.
دغه ټولپوښتنې اټکل کړی چې که د کاتالونیا سیمې اکثریت خلک له اسپانیا جدایۍ ته رایه ورکړي د دغه سیمې پارلیمان په یو اړخیز ډول د خپلواکۍ اعلان وکړي.
د ټولپوښتنې لومړۍ نتیجې ښیي چې اکثره کاتالانو خپلواکۍ ته رایه ورکړې ځینې رسنۍ وایي چې کابو نوي فیصده ګډونکوونکو خپلواکه ته رایه ورکړې ده
دا په داسې حال کې دي چې د اسپانیاد اساسي قانون محکمې دغه ټول پوښتنه وار له واره لا غیر قانوني اعلان کړې وه.
د رایې اخستنې په ځینو مرکزونو کې له رای ورکوونکو سره د اسپانیا د بلوا ضد ځواکونو په نښته کې کابو ۸۴۴ کسان ژوبل شوې دي.