دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۹
د مطلب کود : 150824
د جوزجان په ولایت کی د خلګو غورځنګ څخه د پنځو سرتیرو په شهادت رسیدنه
د جوزجان ولایت امنیتی چارواکی، په دی ولایت کی د خلګو غورځنګ ځواکونو یو قوماندی او دهغه سره څلورو تنو د شهادت خبر ورکوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د جوزجان امنیتی چارواکی نن(دوشنبه ۱۰ میزان) وایی: د خلګو غورځنګ څخه یو قومانده د خپلو څلور همکارو سره ددی ولایت خماب ولسوالی کی وژل سوی دی.

طلوع نیوز ګزارش ورکړ: مل پاسوال فقیر محمد جوزجانی؛ د جوزجان ولایت پولیس قومانده زیاته کړه چی یو تن د خلګو غورځنګ څخه د طالبانو سره همکاری درلوده او هغه وخت طالبان د برید لپاره وغوښته چی دا قومانده د خپل همکارو سره بیده وو.

هغه په دی اړه نور څه ونه ویل.

طالبان تیره ورځ پردی ولسوالی باندی برید تایید کړ.

https://avapress.com/vdcf0xdyjw6dtca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته