کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارګ: د افغانستان له جهادی او سیاسی مشرانو سره د مشورتي غونډه لړی پيل شوی

12 میزان 1396 ساعت 17:31

د افغانستان ارګ ویلی دی، ولسمشرمحمد اشرف غني کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز د سفر په اړه، د هېواد له جهادي او سیاسي مشرانو سره د مشورتي غونډو لړۍ پیل کړه.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان له ارګ څخه یوه خپره شوې خبرپاڼه کی ویلی،  چې ښآغلی غني د سې شنبې په ورځ په ارګ کې د سیاسي او جهادي مشرانو یوې غونډې ته کابل ښار ټه د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د سفر د جزیاتو په اړه معلومات ورکړل.
سرچنیو زیاتیوی، چې د جنوبي اسیا او افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو نوې ستراتیژي د سولې لپاره ګټوره ده.
خبر پانه وایی، ‎چې په یاد  غونډه کې راټولو شویو افغان مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو پیل مهم وباله او د دغو مذاکراتو د دوام ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې په دې اړه ملي، سیمه ییزه او نړیواله اجماع باید نوره هم پیاوړې شي.


د مطلب کود: 150915

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150915/ارګ-د-افغانستان-له-جهادی-او-سیاسی-مشرانو-سره-مشورتي-غونډه-لړی-پيل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com