کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ازبکستان غواړي په غزني کې د ابوریحان البیرونی مزار ورغوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 میزان 1396 ساعت 17:09


په کابل کې د ازبکستان سفیر ویلي، د مقبرې د اساسي رغونې ترڅنګ به په دغه ولایت کې له نورو برخو سره هم همکاري وکړي.

ه کابل کې د ازبکستان سفیر عصمت الله ارګیاچوف، چې غزني ولایت ته یې سفر کړی و ویلي؛ هېواد یي هیله من دی، چې په غزني کې د سیمه ییز حکومت په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي؛ خو په پیل کې به د مشهور افغان ستور پېژندونکي او ریاضيپوه ابوریحان البیروني مزار ښکلی ورغوي.

د غزني والي عبدالکریم متین له ازبکستان وغوښتل، چې دغه هېواد دې د دغه مزار د بیارغوني ترڅنګ نورې تاریخي او لرغونې سیمې او په تېره بیا د غزني بالاحصار هم ورغوي.

د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر وايي، ازبکستان دا کار د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه کوي.

په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ټینګار کوي؛ هېواد یې له افغانستان سره دوستانه اړیکو ټینګښت ته ژمن دی او له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.


د مطلب کود: 151038

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151038/ازبکستان-غواړي-په-غزني-کې-د-ابوریحان-البیرونی-مزار-ورغوي

آوا
  https://www.avapress.com