دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 151159
په کابل کی د ماین او انتحاری واسکت جوړونی یو کارخانی کشف
ملی امنیت عمومی ریاست د کابل ښار خوشحال مینه په سیمه کی د ماین او انتحاری واسکت جوړونی د کارخانی کشف څخه خبر ورکوی.

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا ریاست په هغه خبرپاڼه کی چی نن رسنیو ته واستول، راوړی دی: دا عملیات دتروریستی طالبانو ډلی پوری مربوط انتحاری واسکتونو او ماینونو جوړولو کارخانی باندی د خوشحال مینه په سیمه کی صورت ونیول او ډیر چاودیدونکی توکی او ماین جوړونی دستګاوی کشف سو.

ددی کارخانی په کشف سره د کابل په ښار کی د څو لویو تروریستی بریدونو مخه ونیول سو.

ملی امنیت ریاست وایی: په دی عملیات کی د طالبانو دوه غړۍ د ضیا الرحمن او آصف په نامه هم وژل سوی دی چی ددی مرکز چارو مخته وړلو دنده درلوده.

https://avapress.com/vdchmznzw23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته