کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه سیمینار جوړ شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 میزان 1396 ساعت 15:43

په کابل کې د اسلامي فرهنګ په پراختیا کې د تصوف ونډه تر سرلیک لاندې علمي او څېړنیز سیمینار جوړ شو.


د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شوی سیمینار به د هېواد د نغښتو ارزښتونو په پېژندنه کې آسانتاوې رامنځته کړي. 

د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عشماني وایي، مونږ سولې او همغږۍ  ته اړ یو . د دغه راز سیمینارونو تر سره کول سولې ته د رسیدو یو غوره ګام دی.

دغه علمي او څېړنیز سیمینار، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت جوړ شو؛ د سیمې د بېلابېلو هېوادونو میلمنو هم په کې برخه واخیسته.


د مطلب کود: 151187

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151187/په-کابل-کې-د-اسلامي-فرهنګ-پراختیا-تصوف-ونډه-سیمینار-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com