دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۵:۴۹
د مطلب کود : 151215
په غزنی کی ځواکونو لوا قومانده:

طالبان په غزنی کی خپلو مقاصدو ته نه دی رسیدلی

طالبان په غزنی کی خپلو مقاصدو ته نه دی رسیدلی
امنیتی چارواکی د غزنی ولسوالیو او ښارونو سقوط لپاره د طابانو عملیاتونو ناکامه پاته کیدو څخه خبر وکړی دی او وایی: طالبان په جاری کال کی خپل مقاصدو ته په غزنی کی ونه رسیدل او سخت ماته یی وخوړه.

 

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، جنرال نظام الدین خنجر؛ په غزنی کی دریم ځواک لوا قومانده وویل: طالبان سږ کال د تیرو کلونو په شان خپل مقصد ته ونه رسیدل او سخت ماته یی وخوړه.

د ښاغلی خنجر په وینا د طالبانو مقصد داوو چی سږ کال د غزنی ښار او ځینی ولسوالی سقوط کړی او خوشبختانه خپل دا مقصد ته رسیدو ته ناکامه سو.

همدارنګه د بهار لمړیو څخه تراوسه پوری په لسګونه طالبان د امنیتی ځواکونو عملیاتونو په نتیجه کی د غزنی په مرکز او ولسوالیو کی وژل سوی او ټپیان سوی دی.

دا په داسی حال کی دی چی غزنی سږ کال طالبانو له لوری ډیر امنیتی پیښی ولیدلی. د طالبانو او ځینو بی طرفه سرچینو په اساس د اغز او زنخان ولسوالی د طالبانو په لاس سقوط وکړ خو بیرته د امنیتی ځواکونو تر تصرف لاندی سو او د غزنی څو ولسوالی د سخت امنیتی ګواښ سره مخ وو او دی.

https://avapress.com/vdca66n6m49nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته