کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې هوایي بریدونه وسله وال طالبان او داعشیانو ته مرګ ژوبله واړوله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 میزان 1396 ساعت 13:16


د ننګرهار ولایت په بېلا بېلو سیمو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې وسله وال طالبان او د اسلامي دولت نومې ډلې اړوند ترهګرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قوماندانی وایي، د د بټې کوټ ولسوالی اړوند په باریک آب سیمه کې تیره ورځ د هوایي برید په پایله کې د وسله والو طالبانو یوه غړی چې روحانی نومیده، وژل شوی او یو بل وسله وال ټپي شوی دی.

د سیلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ده بالا ولسوالی په اړوند سیمو کې تیره ورځ هواي بریدونه ترسره شول، چې په پایله کې ۱۱ تنه داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو په همغږي ترسره شول، د اسلامي دولت نومې ډلې ۴ وسله وال ووژل شول او ۷ نور ټپيان شول.

د سیلاب قول اردو په وینا، دغه هوایي بریدونه او چاڼیزو عملیات په مریز کنډو او میاجې بابا په سیمو کې ترسره شوي ي.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.


د مطلب کود: 151236

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151236/ننګرهار-کې-هوایي-بریدونه-وسله-وال-طالبان-او-داعشیانو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com