کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بې سرحده خبریالانو سازمان د تنویر تلوېزیون پر مشر حمله وغندله

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 میزان 1396 ساعت 12:22



د بې سرحده خبریالانو سازمان په بغلان کې د تنویر ټلوېزیون پر مشر حمله وغندله.

د دې سازمان د افغانستان او ایران د برخې مسئول، رضا معیني پرون جمعه له ازادي راډیو سره په مرکه کې د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې د مطبوعاتو پرکارکونکو او خبریالانو د حملو عاملان ونیسي او سزا ورکړي.

رضا معیني زیاته کړه: "د بې سرحده خبریالانو سازمان د تنویر ټلوېزیون پر مشر، شیر محمدجهش حمله غندي، مسئولان باید ډېر ژر د دې حملې عاملان پیدا کړي او عدالت ته وسپاري."

د تنویر ټلوېزیون پر مسئول مدیر، شیر محمد جهش د پنجشنبې په ورځ نا څرګندو وسله والو کسانو حمله وکړه.

په دې وسله واله حمله کې شیرمحمد جهش زخمي او د هغه ساتونکی ووژل شو.

په بغلان کې دازادي راډیو خبریال وايي چې د حملې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

په بغلان کې چارواکو ویلي چې پولیس د حمله کونکو په لټه کې دي.


د مطلب کود: 151353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151353/د-بې-سرحده-خبریالانو-سازمان-تنویر-تلوېزیون-پر-مشر-حمله-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com