دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 151423
په کابل کي تېره شپه د یو خونړي برید مخنیوی شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزار وایي، په پلازمینې کابل ښار کې امنیتي ځواکونه د یوې خونړی ځانمرګي موټر برید پلان شنډ کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یوه ځانمرګي بریدګر چې غوښتل د یوه مازډا ډوله موټر په وسیله ځانمرګي برید ترسره کړي، هدف ته تر رسیدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ځانمرګي بریدګر تیره شپه ناوخته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې څخه ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، په موټر کې سپور ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو پیژندل شوی و، او وروسته له هغه تر برید لاندې راغلل کله چې هغه د امنیتي ځواکونو په د موټر له درېدو ډډه وکړه.

کورنیو چارو وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو د ډزو په ترڅ کې ځانمرګي بریدګر ټپی شوی دی.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb58b8frhbsap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته