دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۶
د مطلب کود : 151424
د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي سبا دوشنبه عمان کې پر سوله غږېږي

دا په داسې حال کې ده چې د اکټوبر په لومړۍ، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه کابل ته ولاړ او له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې وکتل.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګسټ په میاشت کې د افغانستان په ګډون، د ټولې جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ په وینا کې پر پاکستان تور پورې کړ چې تروریستانو ته يې پناه ورکړې او پر اسلام اباد يې غږ وکړ چې ډېر ژر د افراطي ډلو او تروریستانو پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني وايي چې د امریکا نوې ستراتېژۍ له ترورېزم سره په مبارزه کې د افغانستان دریځ لا پیاوړی کړی دی.

هغه د افغانستان د سولې لپاره په عُمان کې د څلور اړخېزې غونډې د اهمیت په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ باور لرو چې د هر بل وخت په پرتله، د دې ښه فرصت برابر شوی چې پاکستان د بېلابېلو تروریستي ډلو پرضد د مبارزې او له خپلې خاورې د هغوی د ایستلو لپاره کلک ګام پورته کړي."

په مسقط کې په جوړېدونکې غونډه کې د افغانستان د سولې عالي شورا هم ګډون کوي.

د دې شورا د نړیوالو چارو سلاکار محمد اسمعیل قاسمیار تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې عُمان په دې ارتباط اغېزمن رول لوبولای شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccisqs02bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته