کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د لغمان رغونې جشن کې ګډون وکړ

25 میزان 1396 ساعت 21:44

پرون دهېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ چې دکابېنې دیو شمېر مهمو وزارتونو وزیرانو،معینانو او د اجرائیه ریاست مشاورینو يې ملتیا کوله لغمان ولایت ته سفر ترسره کړ او د لغمان رغونې جشن په شاندارو مراسمو کې چې د ولایت مقام په انګړ کې نیول شوي وه برخه واخیسته .



د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، د مراسمو ته لغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي پيلیزه وینا وکړه، د ولایت د انکشاف،امنیت ،د غوره حکومتدارۍ دبنسټونو دتقويې،خلکو ته د رغنده خدماتو وړاندې کولو او په چارو کې د ولسي مشارکت په اړه يې دهېواد اجرائیه رئیس،د کابېنې وزیرانو،لوړپوړو دولتي چارواکو،مشرانو،خلکو او دخلکو استازو ته هر اخیز معلومات ورکړل.
 او په یو شمېر برخو کې يې مهم وړاندیزونه هم د هېواد د اجرائیه رئیس سره شریک کړل.دملي یووالي حکومت مشرتابه او اړوند وزارتونو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
له بلخوا د هېواد اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله بیا په ټولو برخو کې د مثبت بدلون په ترسره کیدو کې دخوښۍ ښودلو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د لغمان د ادارې او خلکو وړاندیزونه به د ملي یووالي حکومت مشرتابه،امنیت شورا او کابېنې جلسې ته وړاندې کړي او هم به په یو شمېر برخو کې وزارتونو ته اړینې لارښوونې وکړي،ترڅو لغمان ته بنیادي پاملرنه وکړي.
د لغمان رغونې جشن د غه مراسم چې د ۲۳ټولګټو پروژو دپيل او ګټې اخیستنې په موخه جوړ شوي وه غرمه مهال پای ته ورسیدل او ورورسته رسماً د یادو ۲۳ پروژو له جملې چې ۱۹۲ میلیونه افغانۍ لګښت پرې کیږي د عامه کتابتون ودانۍ او ټولګټو چارو ریاست اداري تعمیر چې ودانیز کارونه يې بشپړ شوي وه دهېواد د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله ،لغمان والي عبدالجبار نعیمي او د راغلي پلاوي لخوا رسماً دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او هم د سراج تاریخي کلا د بیارغنیزو چارو څخه لیدنه ترسره شوه.


د مطلب کود: 151585

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151585/د-هېواد-اجرائیه-رئیس-ډاکټر-عبدالله-یو-لوړپوړي-پلاوي-په-مشرۍ-لغمان-رغونې-جشن-کې-ګډون-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com