دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۱
د مطلب کود : 151976
خلیل اندابی په ۳ کاله تنفیذي بنده محکوم شوی دی
د میدان وردک ولایت د محکمی ریس وایی، د دغه ولایت د امنیې پخوانی قوماندان خلیل اندارابی او ۴ نور چارواکي په ۳ درې کاله تنفیذي بند محکوم شوی دی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی،  د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ابتدائیه محکمې ریس سرګندوی، چی خلیل اندرابي او د امنیه قوماندانۍ ۴ نور چارواکي کولای شي چې د یاد فیصلي په وړاندې د استېناف غوښتتنه وکړي.
په خپله اندرابي چې پرون په علني محکمه کې نه ‌و او ۵ نور چارواکي د ۲۴ ميلیونه افغانیو په اختلاص او له دندې په ناوړه استفادې تورن شوي وو.
د محکمې رئیس شیر اقا منیب ویلی دی، یاد محکمې یوه تورن کس ته برائت ورکړ.

https://avapress.com/vdcefz8zpjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته